د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې لپاره استازي ټاکي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

پېښور: په چارشنبه په پېښور کې د یوې قبایلي جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ د استازیو ترمنځ په یوه ناسته کې د خبرو اترو پر جاري ساتلو هوکړه شوې. او هیله یې ښودلې چې د دوی ناستې به ښه نتیجې ولري.

تر غونډې وروسته د پښتون تحفظ موومنټ غړیو په خبري غونډه کې وویل چې په کراچۍ کې د دوی غړي وځورول شول او ریاست له دوی سره د کړیو ژمنو سرغړونه وکړه. خو اوس چې ریاست دوی ته جرګه ور لېږلې نو دوی به ورسره خبرې اترې جاري وساتي. بلخوا د جرګې غړیو هم هیله و ښودله چې د دوی ناسته به ښې نتېجې ورکړي

'ناستې به ښه نتیجې ولري'
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00

په غونډه کې د جرګې غړي د خیبر پښتونخوا صوبایی وزیر شاه فرمان، ملک خان مرجان، ملک وارث اپرېدي او داسې نور مشران شامل ول او د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا پکې محسن داوړ، سید عالم مسود، علی وزیر او یوشمېر نورو غړیو ګډون وکړ.

د خبري غونډې په وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ په خپله وینا کې وویل د می په ۱۳ مه نېټه د پاکستاني ریاست امنیتي ادارو په کراچی کې د دوی ملګري ځورولي، منظور پښتین یې له هوایي سفره ایسار کړی وو، او ځینې ملګري یې نیول شوي ول خو بیا هم دوی له جرګې سره کښېنستل.

په دې موقع د پښتون تحفظ مومنټ یو مشر علي وزیر مشال راډیو ته وویل چې اوس ورسره ریاست فریق شو، تر اوسه دا نه وه معلومه چې دغه جرګه چا جوړه کړې، نو دوی نن واضحه کړه چې دوی ریاست رالېږلي دي اوس به دوی هم خپل کسان پکې شامل کړي او خبرې اترې به ورسره جاري وساتل شي.

په پېښور کې د غونډې په وخت د جرګې غړي ملک خان مر جان وویل، دغه مسله دومره ګرانه نه ده. نوموړي وویل بد اعتمادي اوس ختمه شوه، ډېر ژر به پښتون تحفظ مومنټ خپل کسان ورکړي چې له ځان سره یې په جرګه کې شامل کړي. نوموړي باور وښودلو چې حکومت به یې خبره واوري.

پښتون تحفظ مومنټ غواړي چې په قبایلي سیمو ، خیبر پښتونخوا او نورو پښتون مېشتو سیمو کې د تېرو پوځي عملیاتو په وخت لا درکه کړل شوي کسان عدالتونو ته وړاندې کړل شي، په فاټا او خیبر پښتونخوا کې دې غیر ضروري چیک پوسټونه ختم کړل شي، او امنیتي ځواکونه دې له پښتنو سره ناسم چلند ختم کړي او د دوی سیمې دې له ماینونو پاکې کړي.

بلخوا پوځ او حکومت وايي دوی د ولس د امنيت په خاطر چيک پوسټونه جوړ کړي.وار له مخه په جنوبي وزیرستان کې د چیک پوسټونو شمېر راکم کړل شوی او د چارواکیو په خبره ژر به په شمالي وزیرستان کې هم داسې وکړل شي. دوی وایي په وزيرستان کې د ماين پاکۍ چارې روانې دي.

د پښتون تحفظ مومنټ غړي او ځايي اوسېدونکي وایي تر احتجاجي جلسو پس يوشمېر لا درکه کړل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي خو اوس هم په زرګونه کسان لادرکه دي.

XS
SM
MD
LG