د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پښتون ژغورنې غورځنګ په قانوني چوکاټ کې مبارزه کوي'


د پښتون تحفظ غورځنګ مشرانو په پېښور کې له جلسې وروسته مشال راډیو ته وویل چې دوی به د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي او راتلونکې غونډې به یې په لاهور او سوات کې وي.

د دغه غورځنګ یوه مشر علي وزیر مشال راډیو ته وویل چې د پښتنو ځوانان اوس ویښ شوي او له سرکاره د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له بنسټښودو دی
علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له بنسټښودو دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ په پېښور کې د اتم اپرېل غونډه د پښتنو د حق غوښتنې په تاریخ کې بې سارې وه. د یوې شمېرنې ترمخه له شپیتو زرو زیاتو کسانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې برخه واخېسته.

پاکستانيو چارواکو د پرونۍ غونډې په اړه تبصره نه ده کړې خو مخکې یې ویلي و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې ور پوره کوي. اکثرو پاکستاني رسنیو د پېښور د جلسې راپورونه خپاره نه کړل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښیتن د یکشنبې په ورځ په پیښور کې د یوې جلسې پرمهال وویل، له حکومته خپل جایز اییني حقونه غواړي او د ترلاسه کیدلو پورې به یې دا کمپاین جاري وي.

نوموړي زیاته کړه چې په پښتنو کومو خلکو ظلمونه کړي د هغوي ټولو د نیولو غوښتنه کوي: ''راو انوار خو ونیول شو. اوس دې د طالبانو نیول شوی ویاند احسان الله احسان هم عدالت ته وړاندې کړل شي. او بیا دې پخوانی پوځي امر جنرل پرویز مشرف هم عدالت ته راوستل شي. مونږ ته د دې هېواد د شهریت احساس راکړل شي. عدالتونه دې پر پښتنو ترسره شويو ظلمونو کې ککړو خلکو ته سزا ورکړي."

د جلسې ګډونوال وايي د دوی خپلوان دې خوشې کړل شي.
د جلسې ګډونوال وايي د دوی خپلوان دې خوشې کړل شي.

منظور پښتون هم دا راز وویل چې بدامنۍ پښتنو ته د ځاني تاوانونو تر څنګ ډیر مالي تاوانونه هم اړولي، پکار ده چې حکومت یې جبران وکړي.

"د مرګ ژوبلې نه علاوه پښتنو ته ډېر اقتصادي تاوان هم رسیدلی، کاروبارونه یې تباه شوي، د معدنیاتو وسایل یې له منګولو وتلي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ نه یوازې د پښتنو ځاني ژغورنه کوي بلکې اقتصادي ژغورنه به یې هم کوي.''

پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته د یوې ښځې وینا
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:09 0:00

په دې جلسه د پاکستان له بېلا بېلو برخو ورغلیو په لسګونو زره پښتنو ګډون وکړ چې پکې د مدني فعالانو تر څنګ په سلګونو پښتنو میرمنو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو هم برخه واخیسته. په جلسه کې هغو کورنیو هم ګډون وکړ چې خپل خپلوان یې لا درکه کړل شوي دي. دوی بېنرونه پورته کړي ول چې پرې د دغو کسانو د خوشېکولو شعارونه لیکل شوي ول.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG