د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روژې په مناسبت په خپاره کړي ویډیو پیغام کې پر وسله والو غږ کړی دی چې د روژې د درناوي لپاره عبادت کوونکیو ته ستونزې جوړې نه کړي.
تر دې مخکې په هلمند کې مدني فعالانو مشال راډیو ته ویلي و چې دوی له حکومتي ځواکونو او طالبانو غواړي چې د روژې په درناوي کې اوربند وکړي.