د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پوځ د لښکر جهنګوي مشر د وژلو ادعا کړې


په وزیرستان کې د سله والو پرضد د پاکستاني پوځ عملیات.
په وزیرستان کې د سله والو پرضد د پاکستاني پوځ عملیات.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې تر سلو زیاتو بې ګناه هزاره ګانو په وژلو کې لاس لرونکی د لښکر جهنګوي د بلوچستان مشر سلمان بادینی یې وژلی دی.

د پوځ عامه اړیکو څانګې آی ایس پي آر پر خپله ویب پاڼه لیکلي دي چې امنیتي ځواکونو د مالوماتو پر اساس د چارشنبې په ورځ په الماس کلي کې د عملیاتو پر مهال دوه ځانمرګي هم وژلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د ډزو د تبادلې پر مهال د پوځي استخباراتي ادارې ایم آی یو کرنل سهېل عابد هم وژل شوی او څلور نور عسکر ټپي شوي دي چې د دوو پکې حالت د اندېښنې وړ دی.

ازادو سرچینو د دې پېښې پخلی نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG