یوه ورځ وروسته له هغې چې د غزه او اسرایل پر پوله لسګونه فلسطینیان ووژل شول، اسرایلي او فلسطیني استازو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر یوه بل سختې نیوکې وکړلې.
د مې پر ۱۴ مه د اسرایل پرضد د څو اونیو د احتجاج په ترڅ کې د اسرایلي ځواکونو په ډزو ۵۸ فلسطینیان ووژل شول او تر ۱۲۰۰ زیات نور ټپیان شول.
د سېشنبې په ورځ په دغه سیمه کې ارامي وه خو د دو تنو د وژنې راپورونه هم دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په یوه بېړنۍ غونډه کې فلسطیني استازی ریاض منصور د اسرایل هغه اقدام وغنده چې نوموړې د فلسطینیانو ډله ایزه وژنه او د بشریت ضد جرم وګرځوو.
د اسرایل سفیر ډاني ډوني د طاقت د استمال دفاع وکړه او د غزې او اسرایلو پر پوله دغه پېښې یې له تاوتریخوالې ډکې بلواګانې وبللې.
نوموړې د حماس ډله تورنه کړه چې د ده په وینا د غزه خلک یرغمال کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکې هېلې د اسرایلو په دفاع کې وویل چې په دې چیمبر کې به بل هېڅ هېواد د اسرایلو هومره په زغم اقدام ونه کړي.
د برتانیې او جرمني په ګډون ځینو هېوادونو په دې تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او په اړه یې د خپلواکو څیړنو غوښتنه کړې.
بیلجیم او ایرلېنډ له اسرایلو خپل سفیران ورغوښتي او ترکیې په عارضي توګه په عکس العمل کې د اسرایلو سفیر له انقرې ایستلی.
اسرایل هم د ترکیې په وړاندې ځوابي اقدام کړی.