د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د بیان ازادۍ ځانګړي څېړونکي د کابل برید وغانده


د ملګرو ملتونو د بیان ازادۍ ځانګړي څېړونکي په کابل کې پر خبریالانو د دوشنبې د ورځې ځانوژونکي برید چې ۹ خبریالان په کې ووژل شول، په سختو ټکو غندلی دی.

ډیوډ کای پرون له جینیوا څخه په یوې اعلامیه کې د کابل د دوشنبې ورځې برید د بیان پر ازادۍ او له پېښو نه د خلکو د خبرېدو پر حق حمله بللې ده.

ښاغلي کای پر افغان حکومت غږ وکړ چې د دې برید ترشاه کسان ونیسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا وژنه وغندي او خلک او مرستندویه ټولنې باید په افغانستان کې له رسنیو څخه بېړنی ملاتړ وکړي.

د کابل د دوشنبې د ورځې په دوه ځانوژونکو بریدونو کې د ۹ خبریالانو او تصویر اخستونکو په ګډون لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول.

په وژل شوو کې د ازادي راډیو درې همکاران هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG