د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس له داعش سره تړلي پنځه مشکوکه کسان نیولي


په روسیه کې د امنیت وفاقي ادارې ویلي دي،د اسلامي دولت له یوې ډلې سره تړاو لرونکي پنځه کسان يې نیولي دي او د هغوي يې یو شمیر وسلې او چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

په دوی شک کېده چې د روسیې په بېلا بېلو برخو کې يې د بریدونو منصوبې جوړې کړې وې.

د روسیې خبري اژانسونه راپور ورکوي چې د جمعې په ورځ د امنیت وفاقي ادارې ایف ایس بي په یو بیان کې ویلي چې دا مشکوک کسان يې د ماسکو په شمال مشرقي برخه کې نیولي دي.

روسیه په شام کې د شامي حکومت په ملګرتیا د اسلامي دولت د وسله والو په ګډون د باغي ځواکونو پرضد جنګېږي.

دغلته راروانه میاشت د فټبال نړیوالې سیالۍ هم کېږي او د دې لپاره يې ټینګ امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

د اپریل په ۲۷مه ایف ایس بي ویلي وو، د ماسکو په شاوخوا کې د اسلامي دولت له خوا د ترهګرو بریدونو ترسره کوله یوه مبینه پلان يې ناکامه کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG