د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران زلزلې ۷۶ کسان زخميان کړي دي


د زلزلې زخميان وړل کېږي
د زلزلې زخميان وړل کېږي

د ایران په جنوب لویدیځ ښارګوټي سیساخت کې د چارشنبې په ورځ راغلې زلزلې لږ تر لږه ۷۶ ټپي کړي دي. د ایران حکومتي خبري رسنۍ وايي ، دې زلزلې په بجلي او مواصلاتي وسیلو کې خلل اچولی او ودانیو ته زیان رسولی دی.

د زلزلو په اړه د ایران ملي مالوماتي مرکز ویلي چې دا زلزله د چارشنبې په ورځ له ځايي وخت سره سم سهار اتنیمې بجې په لرې پرته غرنۍ سیمه کې راغلې وه او زور یې پنځه اعشاریه درې ثبت شوی دی. ایران پر داسې سیمه پروت هیواد دی چې تقریباً هره ورځ پکې د زلزلو خطر موجود وي.

د تېر کال په نومبر کې هم د یاد هیواد په کرمانشا صوبه کې زلزلې لږ تر لږه ۶۲۰ کسان وژلي او په زرګونه یې نور ټپيان کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG