د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په افغانستان کې د خبریالانو وژنه غندلې


امريکا په افغانستان کې په ځانمرګې بريد کې د خبريالانو وژنې غندلي او اورپکې يې په دې تورن کړي چې راتلونکې انتخابات تر اغيزي لاندې راولي.

د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سېنډرز د سېشنبې پر ورځ خبريالانو ته وويل چې د کابل د ځانمرګی بريد په کلکه غندنه کوي.

دې وويل چې د افغانستان خبريالان د دې حقيقت يو پياوړي انځور دی چې ښيې چې دا هېواد څنګه بدل شوی دی.

سارا زياته کړه چې داسې ناوړه او بې معنی عمل لپاره هېڅ جواز نشته.

بل خوا د ملګرو ملتونو د بیان د ازادۍ ځانګړي څېړونکي په کابل کې پر خبریالانو ځانوژونکي برید غندلی دی.

د کابل د دوشنبې د ورځې په دوه ځانوژونکيو بریدونو کې د نهه خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول.

په وژل شویو کې د ازادۍ رادیو درې خبريالان هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG