د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

د افغانستان د تحقيقاتو او ارزيابۍ ادارې د خبريالانو وژنې غندلې دي

د افغانستان د تحقيقاتو او ارزيابۍ يوې غير حکومتي څېړڼيزې ادارې په کابل کې د خبريالانو وژنې غندلي او د عاملينو د نيولو غوښتنه يې کړې ده.

کابل مېشت اې ار اي يو نومې دې ادارې د سېشنبې پر ورځ په يوه بيان کې ويلي چې په کابل، کندهار او خوست کې د ۱۱ خبريالانو د وژنې د پېښو غندنه کوي او په دې سخت وخت کې د هغوي د کورنيو په غم کې شريکه ده.

په بيان کې د کابل د دوشنبې د ورځې حمله چې پکې د خبريالانو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي وو وحشيانه بلل شوې ده.

په خبرپاڼه کې پر افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ږغ شوی چې د وژل شويو له کورنيو سره چې هرډول ممکنه وي مرسته وکړي او خپل ټول وس وکړې چې ددې ناوړې پېښې عاملين ونيسي او عدالت ته يې حاضر کړي.

د کابل د بريد ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلې وه.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

د هند پارلېمان مذهبي لږکیانو ته د وګړتوب ورکولو نوی قانون منظور کړ

د هند پارلېمان هغه قانوني مسوده منظوره کړه چې ترمخه یې له پاکستان، افغانستان او بنګله دیشه هلته په ناقانونه توګه ورغلو غیر مسلمانانو ته د تابعیت ورکولو اجازه ورکوي.

مسوده چې روانه اونۍ د استازو جرګې منظوره کړې وه، د ډسېمبر پر۱۱مه د مشرانو جرګې هم منظوره کړه.

په مسوده کې راغلي چې هغو هندوانو، عیسایانو، سیکانو، بودایانو او فارسیانو ته تابعیت ورکوي چې هند ته له دغو درې واړو هیودونو څخه له ۲۰۱۵ز کال مخکې تللي دي.

د مسودې پرضد د هند په اسام کې مظاهرې او د احتجاج کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتې شوي دي.

ښایي دغه قانون په عدالت کې هم چلینج شي، تنقید کوونکي دا قانون امتیازي او د هیواد له ایین د سیکولر اساس د منځه وړل ګڼي.

په هند کې واکمن هندو نشنلسټ ګوند بهارتیا جناتا ویلي چې دا قانون به هغو خلکوته چې د مذهب پر اساس پرې تشدد کېږي، د پناه اخیستو موقع ورکړي.

امریکا پر ایران نوي بندیزونه لګولي

د امریکا او ایران بیرق

بندیزونه د ایران د ټرانسپورټ پر هغو کمپنیو لګول شوي چې په مبینه توګه یمن ته خطرناکې او د ډله ایزې وژنې وسلې وړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د ډیسېمبر پر ۱۱مه د دې اعلان وکړ.

هغه دا هم وویل، هیله لري چې په وروستیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د بندیانو شوې تبادله به د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو پیل ته لار هواره کړي.

د امریکا خزانې وزارت د عبدالحسین خضري پر کمپنۍ هم بندیز لګولی او ویلي يې دي چې له هغې کمپنۍ څخه د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک بهرنۍ څانګې قدس په یمن کې شییعه حوثي وسله والو ته د پوځي وسایلو د لېږدولو لپاره کار اخیست.

سوات: د مسلم لېګ (ن) يو ځايي مشر وژل شوی

د پاکستان مسلم لېګ (ن) يو بېنر

نن د خېبر پښتونخوا د سوات په کبل تحصيل کې د مسلم لېګ (ن) يو ځايي سياستوال فیروز شاه خان وژل شوی دی.

د پوليسو په وېنا فیروزشاه ماښام له جوماته وتلو چې حمله پرې وشوه. د دوی په وېنا وسله والو دا بريد په مغار سيمه کې کړی او بيا تښتيدلي دي. په دې حمله کې د نوموړي يو ساتونکی زخمي دی. تر اوسه معلومه نه ده چې بريد چا کړی دی او پولیس وايي د ريدګرو د نيولو هڅې کوي.

فيروز شاه پخوا د امن کمېټې مشر هم پاتې شوی دی او تر دې مخکې يې دوه وروڼه د وسله والو په بريد کې وژل شوي دي. هغه د مسلم ليګ (ن) له خوا له دې سيمې څخه پخوا د صوبايي اسمبلۍ لپاره کانديد شوی هم وو.

پېښور کې د وکيلانو هړتال دوام لري

د پېښور های کورټ ودانۍ

د خیبر پښتونخوا وکیلانو د صوبايي حکومت لخوا په فوجدارۍ او دیواني مقدمو کې نوي شوي ترمیمونه رد کړي دي. د صوبې د وکیلانو د صوبايي اتحادیې یو غړې محمد سریر خان مشال ریډيو ته وويل چې په دې ترميمونو سره به پر موکل د مقدمو لګښت زيات کړي.

د دوی په وېنا تر څو چې دا ترميمونه نه وې اخیستل شوي، مظاهرې به يې دوام لري.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د قانون صوبای وزیر بیرسټر سلطان خان وايي د دې قانون سازۍ مطلب د خلکو ستونزې حلول دي.

د هغه په وېنا دوی کوښښ کوي چې د وکيلانو سره د مذاکراتو له لارې دا مسله حل کړي. چې خبرو ته تیار یو او باید هړتال ختم کړي---

د چیک په روغتون کې ډزې، شپږ وژل شوي

د چیک اوستراوا روغتون ودانۍ.

د چیک جمهوریت په یو روغتون کې شپږ کسان په ډزو وژل شوي دي.

پولیس وایي پېښه د دسېمبر پر۱۰مه د اوستراوا په یو نیورسټي روغتون کې شوي.

دغه سیمه د هېواد له مرکز پراګه ۳۵۰ کیلومیټره ختیځ ته ده.

د چیک وزیر اعظم اندرې بابیش د دسېمبر پر۱۰مه قامي ټېلېویژن ته وویل، دا دردونکې پېښه ده.

څلور کسان ځای پر ځای وژل شوي او دوه کسه چې زخمیان ول وروسته مړه شول.

د روغتون مشر جېري هاورلانټ ویلي ډزې د رواني ناروغانو د خدماتو په څانګه کې شوې.

پولیس وایي، په پېښه کې د ککړ یو مشکوک تن د نیولو هڅه یې وکړه خو هغه له ګرفتاریدو مخکې ځان وواژه.

د پېښې وروسته په ټول هېواد کې امنیت ټینګ کړی شوی دی.

بنو کې د روغتیا محکمې ښځېنه غړې ووژل شوه

د بنو نقشه.

د بنو پولیس وایي، پېښه د دسېمبر پر ماښام په نظیم بازار کې هغه وخت وشوه چې وسله والو پر یوه رکشه ډزې وکړي.

په پېشه کې د رکشې ډریور هم وژل شوی دی.

چارواکي وایي، ښځینه غړې د بنو په بکاخېل کېمپ په روغتیایي مرکز کې دنده لرله هغې د ګوزڼ کمپین په برخه کې کار کولو.

هغه له کاره کور ته روانه وه چې د پېښې ښکار شوه.

په بنو کې د راتلونکې ګل ورځې راهیسې د ګوزڼ ضد د څاڅکو ورکولو کمپین پیل کېدونکې دی.

په پاکستان کې سږکال ۹۱ ماشومان ګوزن وهلي چې پکې ۲۲ په بنو کې دي.

افغان حکومت باید د سولي مذاکراتو کې اساسي رول ولري: ظریف

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف.

د ایران بهرنیو چارو وزیر وایې، د افغانستان حکومت باید د سولي راتلونکو مذاکراتو کې اساسي رول ولري.

محمد جواد ظریف دا خبرې د دسېمبر پر نهمه د اسیا زړه - یا د استانبول پروسې د اتم کنفرانس په څنډو کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال کړي دي.

له ارګ څخه د دسېمبر پر نهمه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ایران بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې د افغانستان ټولو لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او وې ویل چې غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

اعلامیه زیاتوي، ولسمشر غني د افغانستان امنیت او ثبات د ایران په ګډون د سیمې او نړۍ د امن لپاره ګټور وباله.

افغانستان کې تلپاتې سوله غواړو: قریشي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانانو په مشری د بهیر په لړ کې د اسلام اباد پر ژمنو ټینګار کړی دی.

د پاکستان سرکاري راډیو د دسېمبر پر۱۰مه په خپله ویبپاڼه لیکلي، قریشي د اسیا زړه استنبول پروسې په غونډه کې په دوشنبه وویل، نړیوالې ټولنې د پاکستان دې دریځ تایید کړی دی چې د افغانستان جګړې حل پوځي نه د مزاکراتو له لارې سیاسي جوړجاړی دی.

نوموړي په استنبول کې د خبرو پر مهال زیاته کړه، دوی له افغانستان سره تجارتي او اقتصادي اړیکې، د ولسونو ترمنځ او په سیمه ییزه کچه رابطې زیاتول غواړي.

څلوردېرش کلنه سنا مارین د فنلېنډ نوې وزیر اعظمه

ټاکل شوې چې۳۴ کلنه سنا مارین د دسېمبر پر۱۰مه د فنلېنډ د وزیر اعظمې په توګه څوګند پورته کړي.

هغه به د نړۍ تر ټولو ځوانه وزیر اعظمه وي.

نوموړې له دې وړاندې د هغه هېواد د ټرانسپورټ وزیره وه او په سیاست کې پوره تجربه لري.

د فرانس پریس اژانس ترمخه مارین د انټي راین ځای نیسي.

هغه تېره اوونۍ په پارلېمان کې د باور په ترلاسه کولو کې د پاتې راتلو پر سر له وزیر

اعظمۍ لیری شوی دی.

مارین ته د هغه ګوند سوشل ډیموکریټک او څلورو نورو هغو ګوندونو ملاتړ ترلاسه دی چې مشرانې یې ښځې دي.

چارواکي: د ډاکتر ناکامورا د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي

جاپاني ډاکټر تېڅو ناکامورا له اوږدو کلونو راهېسې یې په ختیځ کې د اوبو لګولو، کرنې او روغتیا پر یو شمیر پروژو کار کاوه.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ډاکټر ناکامورا په وژلو کې د لاس لرلو په تور دوه کسان نیول شوي او همدارنګه د دې پېښې د څېړنې په هدف له مرکزه یو پلاوی جلال اباد ته ورغلی دی.

د ننګرهار امنيه قوماندان محمد اېمل نيازي خبریالانو ته وویل چې د جاپاني مرستندویه کارکونکي ناکامورا د قتل په تړاو د پوليسو له لورې دوه کسان نيول شوي او پوښتنې ګرویږنې ترې روانې دي.

نوموړې د دې کسانو د هویت په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د نیول شویو کسانو له کورونو یې وسلې او پوځي تجهیزات ترلاسه کړي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل نن د امنیې قومندانۍ په انګړ کې خبریالانو ته وویل، د ډاکټر تېڅو ناکامورا په وژنو ککړو کسانو موندلو لپاره د ولايتي ادارې په مشرۍ ګډو امنيتي ځواکونو هلې ځلې چټکې کړي او له مرکزه هم تخنيکي ټيم د مرستې په موخه ور رسېدلی دی.

جاپانی ډاکتر تېڅو ناکامورا چې له اوږدو کلونو راهېسې یې په ختیځ کې د اوبو لګولو، کرنې او روغتیا پر یو شمیر پروژو کار کاوه، تیره چارشنبې په ننګرهار کې ناڅرګندو وسله والو له خپلو پنځو ساتونکو سره په ډزو وواوژه.

قطر کې د امریکايي او طالب مرکچیانو ترمنځ د خبرو دوام

ارشیف

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکايي او طالب مرکچیانو ترمنځ خبرو نن د درېمې ورځې لپاره هم خبرو اترو دوام درلود.

په دې خبرو کې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره پر هغه څه بحث کوي چې د خلیلزاد مطبوعاتي دفتر په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول او بالاخره یو اوربند ته رسیدل بللي دي.

په ننیو خبرو کې تر اوسه د کوم پرمختګ راپور نه دی ورکړل شوی.

پرون ځینو رسنیو د طالب ویاند سهیل شاهین له خولې وویل که له امریکايي لوري سره توافق لاسلیک شي نو طالبان به په امریکایانو بریدونه نه کوي.

خو وروسته ښاغلي شاهین پر خپل ټویټر وویل، د ده د خبرو موخه دا ده چې که له امریکا سره توافقنامه لاسلیک شي نودوی به بهرنیو سرتیرو ته له افغانستان څخه د وتلو لار ورکوي.

له وسله والو طالبانو سره تر دې مخکې هم د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي هییت نهه پړاوه خبرې کړي چې په سيپټمبر میاشت کې ولسمشر ټرمپ په کابل د طالبانو د هغه برید له کبله لغوه کړې چې۱۲ افغانان او یو امریکايي په کې ووژل شول.

طالبانو ویلي اوسنۍ خبرې یې له هماغه ځایه پیل کړي کوم ځای چې دریدلې وې.

افغانستان کې د درغلیو ضد عدلي مرکز لاهم پیاوړی نه دی: م م

ملګرو ملتونو ويلي چې په افغانستان کې د فساد پرضد عدلي مرکز لاهم اغېزناکه کار نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت يو ناما نن له فساد سره د مبارزې نړيوالې ورځې په مناسبت په اعلاميه کې د افغان حکومت د نوښتونو ملاتړ ښودلی.

په اعلاميه کې په افغانستان کې د فساد پر مختلف اړخونو، ننګونو او حکومتي اقداماتو باندې خبرې شوې.

په دې کې د فساد ضد عدلي مرکز په اړه ويل شوي چې دې مرکز د فسار اړونده څېړونو په اړه د نيونو او حاضرولو په برخه کې له هېواده د نه وتو حکمونه تر اوسه نه دي عملي کړي.

ملګرو ملتونو د جزا د نوي قانون، اطلاعاتو ته د رسايي قانون، د فساد پروړاندې مبارزې قانون او د ۲۰۱۷ م کال فساد ضد تګلارې ملاتړ کړی دی.

د ایران او امریکي ترمنځ د بندیانو تبادله شوې

د ارشیف انځور

د ډېسېمبر پر اوومه د امریکې او ایران ترمنځ د بندیانو تبادلې داسې تمه پیدا کړېده چې کېدای شي له دې کار سره د تهران او واشنګټن ترمنځ ترېنګلې اړیکې ښې شي.

د بندیانو دا تبادله د سویزرلینډ په زیورخ ښار کې وشوه او په ترڅ کې یې د امریکې له پرېسټن پوهنتونه فارغ شوی ژووانګ چې په ایران، او ایرانی ساینس پوه مسعود سلیماني چې په امریکا کې بندي ول، ازاد شول.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې د امريکا ولسمشر ‌ډونلډ ټرمپ د دې خبرېئ پخلی کړی چې وانګ خپل هېواد ته ستون شوی.

تر هغې یوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ پر ټویټر ليکلې وو چېپه دې اړوند د ډيرو مناسبو مذاکراتو په ترسره کولو له ايرانه مننه کوي.

د ایران پارلیمان ته د بندیزونو د مخنیوي بودیجه وړاندې شوه

روحاني پارلیماني غړیو ته ویلي، وړاندیز شوې بودیجه پر تیلو د تر ټولو کم ممکن انحصار څرګندونه کوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، د ډېسېمبر پر اتمه یې پارلیمان ته د بندیزونو مخنیوي بودیجه وړاندې کړې ده.

نوموړي ویلي، له روسیې څخه د اربونو ډالرو قرضه به د امدن یوه مهمه وسیله وي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، ولسمشر روحاني پارلیماني غړیو ته ویلي، د هغه لخوا وړاندیز شوې بودیجه پر تیلو د تر ټولو کم ممکن انحصار څرګندونه کوي.

له ایټمي تړون څخه د واشنګټن تر وتلو وروسته د امریکايي بندیزونو او د نورو محدودیتونو له وجې د ایران کرنسي او اقتصاد تاواني شوي.

نړیوالې مالیاتي ادارې ویلي، سږکال د ایران اقتصادي وده یې نږدې ۱۰ في صده کمه شوې ده.

بلخوا مسکو تیره اوونۍ ویلي ول چې تهران ترې د انرژی او انتظامي ډانچې د پروژو لپاره د نورو دوو اربو ډالرو د قرضو غوښتنه کړې ده چې په ۲۰۱۵ز کال کې د هغو پنځه اربو ډالرو قرضو برسېره دي چې د ورکولو ژمنه یې شوې وه.

امریکا د عراقي ملېشه پر درېیو مشرانو بندیزونه ولګاوو

په عراق کې مظاهرې دوام لري.

امریکا د عراقي ملېشه پر درېيو رهبرانو چې له ايران سره اړيکې لري، بنديزونه لګولي دي.

پر دوى دغه بنديزونه په عراق کې د وروستيو خپرو شويو احتجاجونو په ظالمانه ځپلو کې د همکارۍ د ادعا له کبله لګول شوي دي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيال سکتر ډېوېډ شېنکر د دسېمبر پر پشږمه خبريالانو ته وويل چې امريکا نن پر درېيو عراقيانو، په عراق کې د سوله ييزو مظاهرچیانو په ظالمانه ځپلو کې د لاس لرلو او بدعنونانۍ د هڅې له کبله بنديز لګوي.

دا اعلان په داسې حال کې وشو، چې د عراق په پلازمېنه بغداد کې د تازه تاوتريخوالي په نتيجه کې لږ تر لږه ١٢ تنه نور وژل شوي دي.

د عراق وګړي د اکتوبر له لومړيو، د پلازمېنې بغداد او د جنوب شيعه مېشتو سيمو لارو کوڅو ته د احتجاجونو لپاره راوتلي دي.

تراوسه په دې مظاهرو کې شاوخوا۴۳۰ عراقیان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونه ایران کې پر مظاهرچیانو تشدد غندلی

په ایران کې مظاهرې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې مشرې د ایران امنیتي ځواکونه د مظاهرچیانو پر ضد په سخت تشدد کارولو تورن کړي دي.

میچل بچیلیت د دسېمبر پر شپږمه وویل چې هغه په ایران کې د اوسنیو مظاهرو وروسته د مظاهرچیانو په نیولو او زورولو اندېښمنه ده.

نوموړی زیاته کړه مستندې ویډیوګانې ښايي چې د مظاهرچیانو پرضد سخت تشدد کارول شوی. او دا هم لېدل شوي چې امنیتي ځواکونه په پرامنه مظاهرچیانو ډزې کوي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو د ادارې مشرې زیاته کړې چې دا ایراني ځواکونو دا کارونه د نړیوالو اقدارو او بنیادي بشری حقونو سرغړونه ده.

ایمنسټي انټرنیشنل د دسېمبر پر دویمه وویل چې په ایران کې د مظاهرچیانو پرضد په عملیاتو کې تر اوسه ۲۰۸ کسان وژل شوي دي.

ایراني چارواکیو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دوکۍ د سکرو کان کې چاودنې یو تن وژلی دی

د سکرو یا کویلې د کان پخوانی عکس

چارواکي وايي، په دوکۍ سیمه کې، نن د سکرو په کان کې د چاودنې له کبله یو مزدور وژل شوی او بل ژوبل شوی دی. مرستندویه پرسونل، د وژل شوي تن جسد او ژوبل تن له کانه وېستلي دي.

دوکۍ د بلوچستان د مرکز کوټې شمال ختیڅ لوري ته په ۲۲۰ کېلومېټرۍ کې پرته سیمه ده چې پکې د سکرو درنګونه دي.

د سکرو د کان د څارنې مسوول محمد ناصر وايي، وژل شوی تن د بلوچستان د سنځاوۍ سره تړاو لري.

د بلوچستان د سکرو په کانونو کې زیاتره د خیبر پښتونخوا د شانګلې، سوات او نورو سیمو خلک هم کار کوي.

تر دې وړاندې هم ورته پېښو کې ګڼو مزدورانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. مزدوران وايي، د کانونو مالکان د هغوی حفاظت ته پاملرنه نه کوي، خو مالکان بیا وايي، دا ډول پېښې د مزدورانو د غفلت له وجې رامنځ ته کېږي.

عدالت د پخواني پوځي دیکتاتور پروېز مشرف مقدمه پر ۱۷م دسمبر اوروي

پخوانی پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف

په پاکستان کې یوه ځانګړي عدالت ویلي چې د ډېسېمبر پر ۱۷مه د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف پرضد له هېواد سره د غدارۍ د مقدمې فیصله اوروي.

دا خبره د قاضي وقار احمد سېټ په مشرۍ د اسلام اباد یوه ځانګړي عدالت پر داسې مهال وکړه چې حکومت د قضیې لپاره د خپلو نویو وکیلانو ډله وټاکله.

پروېز مشرف له ۲۰۱۶ز کال راهیسې په دوبۍ کې اوسي او د ډېسېمبر پر درېیمه یې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي ول چې ناروغه دی نو ځکه هېواد ته نشي ستنېدای. مشرف د غدارۍ له تورونو انکار کوي.

په پرونۍ (پنجشنبې) اورېدنه کې عدالت وویل، حکومتي وکیلانو ته د دلیلونو ورکولو لپاره تر یوې اوونۍ زیات وخت نشي ورکولای.

پروېز مشرف د خپلې واکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۷ز کال کې بیړنی حالت اعلان کړی وو چې له کبله یې ورباندې د غدارۍ مقدمه درج شوه.

له ایران او پاکستانه زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

ارشیف

د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او ام) له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۱۲ زره افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي.

دغې نړیوالې ادارې پرون پنجشنبې (نومبر ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، له تېرې یکشنبې څخه د دې اونۍ تر شنبې ورځې پورې ۱۱۵۵۴ افغانان له ایران او ۲۳۳ تنه له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې له دې ډلې ۶۳۹۱ افغان کډوال له ایران او ۱۰ تنه له پاکستان څخه په جبري ډول او نور په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

د ای او ام په وینا، د روان کال له پیله له ۴۶۰ زرو زیات افغانان له ایران او له ۱۸ زرو زیات له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې له دې ډلې څخه ۱۹۳ زره افغانان له ایران او له ۲۵۵۰ زیات نور له پاکستان څخه په جبري ډول ایستل شوي دي.

سعودي ته له پاکستانه دوه لکه کسان حج ته ځي

په سعودي عرب کې د حج مراسم.

د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د یوې معاهدې له لارې به سږ کال له پاکستانه څه باندې دوه لکه کسان حج ته تللی شي.

د پاکستان سرکاري راډیو د یو خبر له مخې د دسېمبر پر څلورمه د سعودي عرب په مکه ښار کې د پاکستان مذهبي چارو وفاقي وزیر نورالحق قادري د سعودي عرب مذهبي چارو له وزیر ډاکټر محمد بنتان سره ولیدل او د پاکستانيو حاجیانو د شمېرې زیاتولو په اړه یې یوه لوظنامه لاسلیک کړه.

په دغه وخت دواړو مشرانو ''تر مکې پور لار پروژه'' باندې هم خبرې وکړې.

حکومت د ماینونو پاکولو کار درولي: وزیرستاني اوسېدونکي

د جنوبي وزیرستان نقشه.

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې د ماینونو پاکولو کار درېدلی دی.

د کړمی شامېري کلي جلال مسود وايي، د کور مخې ته یې څه اله پرته ده چې د ده په اند کېدای شي ماین وي خو د لیرېکولو لپاره یې امنیتي اهکار نه ورځي.

بلخوا د جنوبي وزیرستان ډپټي کمشنر حمید الله خټک د ماین پاکونې عمل د ودرېدو خبرې ردوي او وايي، ټیمونه یې هرې سیمې ته ورځي.

نوموړي هېله څرګنده کړې چې ټولې سیمې به له ماینونو پاکوي.

سرچینه: د کندز په دشت ارچي کې ۴ سیمه ییز پولیس وژل شوي

ارشیف

د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۴ تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

ددې ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ کې یوې امنیتې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط نن چهارشنبې ازادي راډیو ته وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ اړوند پر امنیتي پوستو برېد کړي وو او په نتیجه کې ۴ تنه سیمه پولیس وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

بل خوا د کندز د امنې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني په دشت ارچې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پرپوستو د طالبانو برېد تاییدوي او زیاتوي، چې په دې برېد کې دواړو خوا ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې نه دې معلوم.

په ورته مهال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي د ګڼو پولیسو ته د اوښتې مرګ ژوبله ادعا کوي.

سږ کال ننګرهار کې نږدې ۲۰۰ ټنه د زیتونو تېل تولیدیږي

ارشیف

د ننګرهار ولایت د کانال عمومي ريس وايي، سږ کال به شاوخوا ۲۰۰ ټنه د زیتون تیل په دې ولایت کې تولید شي.

د دې ولایت د کانال عمومي رئیس پرویزعلي نن ازادي راډیو ته وویل، تیرکال په ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۵۰ ټنه د زیتونو تیل تولید شوي وه چې، سږکال به دغه رقم ۲۰۰ ټنو ته پورته شي.

د ښاغلي علي په خبره، هیله شته چې، سږکال له دې محصول څخه ۱۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي.

د یو بل خبر له مخې، سږکال په ننګرهار کې د ستروسو تولیدات هم د تیرکال په پرتله دوبرابره زیات شوي.

د ننګرهار د عمومي کانال رئيس پرویز علي وايي، تیرکال ۱۵۰۰ ټنه ستروس تولید شوي وه خو سږکال دغه رقم ۲۵۰۰ ټنو ته لوړ شوي.

فرانسې او امريکا له روسيې سره د هراړخيزو مذاکرو غوښتنه وکړه

د امریکا او فرانسې ولسمشران په لندن کې

د فرانسې او د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشرانو له روسيې سره د هراړخيزو مذاکرو غوښتنه وکړه.

ايمانويل مکرون پرون په لندن کې د ناټو د سرمشريزې پر لومړۍ ورځ له روسيې سره د ستراتيژيکو مذاکرو پر اهميت ټينګار وکړ، خو زياته يې کړه، چې د ناټو متحدان بايد له دغه هېواد سره نور هم په پرانيستو سترګو مذاکرو ته کښېني.

دغه ګډ خبري کنفرانس ته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل، چې له روسيې سره د مذاکرو ملاتړ کوي او تر دې مخکې يې په دې اړه کمپاين هم کړى دى.

ولسمشر ټرمپ زياته کړه، چې امريکا او فرانسه د تجارت پر سر له ځينو وړو اختلافونو سره- سره د پانګونو په اړه د نظر توافق لري.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين تر دې مخکې ويلي وو، چې هېواد يې د ګډو خطرونو، له دې جملې د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره له ناټو سره همکارۍ ته چمتو دى.

د ناټو د غړو هېوادونو رهبران پرون د بريتانيا د ملکې دويم اليزابت مېلمانه وو، وروسته د صدراعظم بوريس جانسن استوګنځي ته ورغلل.

په لندن کې د ناټو پوځي تړون د اويايمې کليزې په مناسبت د ناټو سرمشريزه نن چهارشنبه هم دوام کوي، چې د نړۍ پر مهمو موضوعاتو په کې بحث کېږي.

په افغانستان کې د سولې هڅو ملاتړ کوو: ناټو

د ناټو مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ملاتړ ټينګار وکړ.

د ناټو نظامي سازمان مرستيال ویاند پیرز کزالي ازادي راډیو ته وویل، د دوی له هڅو یوه دا ده چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت مخه ونيسی.

ښاغلي کزالي وویل، ناټو په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

ده زیاته کړه: "مهمه دا ده چې طالبان په ریښتونې ژمنې سره د مذاکراتو مېز ته کښیني. په دې معنا چې مصالحې ته حاضر شي او یوشمېر مسایل ومني. که داسې وشي، د سولې توافق ته به ښه فرصتونه برابر شي."

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ افغانستان ته خپل ناڅاپي سفر بریالی وباله.

ولسمشر ټرمپ د خپل سفر پر مهال اعلان وکړ چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بیرته پیل شوي دي.

ناټو په دې اړه د روسیې او چین په ګډون د سیمې له هېوادونو غواړي چې د افغانستان په سوله کې خپل رول ولوبوي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG