د افغانستان د تحقيقاتو او ارزيابۍ يوې غير حکومتي څېړڼيزې ادارې په کابل کې د خبريالانو وژنې غندلي او د عاملينو د نيولو غوښتنه يې کړې ده.
کابل مېشت اې ار اي يو نومې دې ادارې د سېشنبې پر ورځ په يوه بيان کې ويلي چې په کابل، کندهار او خوست کې د ۱۱ خبريالانو د وژنې د پېښو غندنه کوي او په دې سخت وخت کې د هغوي د کورنيو په غم کې شريکه ده.
په بيان کې د کابل د دوشنبې د ورځې حمله چې پکې د خبريالانو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي وو وحشيانه بلل شوې ده.
په خبرپاڼه کې پر افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ږغ شوی چې د وژل شويو له کورنيو سره چې هرډول ممکنه وي مرسته وکړي او خپل ټول وس وکړې چې ددې ناوړې پېښې عاملين ونيسي او عدالت ته يې حاضر کړي.
د کابل د بريد ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلې وه.