د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان،امریکا او د بخښنې نړیوال سازمان د کابل ځانمرګي بریدونه غندلي


پاکستان، امریکا او د بخښنې نړیوال سازمان د کابل د دوشنبې بریدونو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویبپاڼه لیکلي، د پاکستان حکومت او ولس د خپګان په دې موقع له افغانانو سره ملګري دي.

امریکا د کابل پروني بریدونه وحشیانه بللي او ویلي دي چې د دې هدف د افغانستان د راتلونکو ټولټاکنو بهیر کمزوری کول دي.

د بخښنې نړیوال سازمان بیا په کابل کې د دوشنبې ورځ پر خبریالانو برید یو جنګي جرم بللی دی او وايي چې اروپایې هیوادونه دې د افغانانو جبري اېستل بند کړي.

پرون د کابل په شش درک سیمه کې په دوو ځانمرګو بریدونو کې د نهو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۲۹ تنه ووژل او شاوخوا ۵۰ نور زخمیان شول.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG