د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روان کال کې ۳۰۰۰۰ افغانان ترکي ته تللي دي


د ترکي د کورنيو چارو وزیر سلیمان سويلو وايي د روان کال له پيله راهيسې شا او خوا دېرش زره افغانان ترکي ته ورغلي دي.

د ترکي حکومتي خبري اژانس انادولو د چارشنبې په ورځ د سلیمان سويلو له خولې ليکلي چې شا او خوا دېرش زره افغانان د جنورۍ له پيل راهيسي ترکي ته ننوتلي دي.

د ده په وينا تېر کال په ټول ۲۰۱۷م کال کې پنځه څلوېښت زره افغانان دې هیواد ته ورغلي وو.

ترکي د اپرېل مياشتې له پيل راهيسي ( اووه زره او سل ) افغان پناه غوښتونکي بيرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د سه شنبې په ورځ د بخښنې نړيوال سازمان د ترکي له خوا د افغانانو په زوره ايستل وغندل.

د دې ادارې په وينا په ترکي کې اوسمهال يو لک او پنځه څلوېښت زره افغانان اوسي.

ترکي د هغو کسانو لپاره مهم ترانزيت هیواد دی چې غواړي له افغانستان او نورو اسیايي هيوادونو ځخه اروپا ته لاړ شي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG