د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو په بدخشان کې د ۲۷ وسله والو وژلو ادعا کوي


د افغانستان پوځي چارواکو د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د بهرنیانو په ګډون د ۲۷ وسله والو د وژنې او ۱۸ نورو د ژوبلولو دعوه کړې ده.

په شمال کې د پوځ یوه ویاند حنیف رضايي بېګا مشال راډیو ته وویل، په عملیاتو کې یې د وسله والو مرکزونه هم ړنګ کړي. نوموړی وايي په وژل شویو کې تاجکستاني او چېچن وسله وال هم شامل دي. دی زیاتوي چې افغان ځواکونو د وسله والو هغه مرکزونه او مورچې هم ورانې کړې چې د جګړې لپاره جوړې کړې وې.

د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې پوځي عملیات شاوخوا دوه اوونۍ مخکې پیل شوي. وسله والو د عملیاتو او مرګ ژوبلې په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG