د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان مېشتو وزیرستانیو کډوالو ستنېدنه بیا پیل شوه


له افغانستانه د شمالي وزيرستان د کډوالو واپسۍ اخري پړاؤ نن په دوايمه ورځ هم روان دی.

د پوليټېکل انتظامې د غلام خان بندر يو چارواکي غني خان د زیارت په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د کډوالو راستنولو دا وروستی پړاو دی په دغه وروستي پړاو کې د کډوالو ستنېدنه ډیره کمه شوې ده او هره ورځ ۵۰ کورنۍ راستنېږي ځکه چې په دغه پړاو کې دوی غواړي ټول کډوال واپس روالي.
بلخوا کډوال وايي چې د جنوبي وزيرستان انګور اډې لاره دوی ته نږدې ده او هغه دې ورته خلاصه کړل شي. چارواکي وايي څه باندې ۳۰۰۰ د شمالي وزيرستان د کډوالو کورنۍ اوس هم په افغانستان کې دي.

د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په وزیرستانونو کې د پاکستانیو پوځي عملیاتو (ضرب عضب) له کبله د سیمې په لکونه ولس کډوالۍ ته اړ اېستل کړل شو چې یو لوی شمېر پکې افغانستان ته کډه یووړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG