د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام سرکاري ټیلي ویژن ویلي، د هېواد هوايي دفاعي نظام یې هغه میزایل يې ویشتلي چې د دوشنبې په ورځ ناوخته یې شعیرات هوايي اډه په نښه کړه.

د سرکاري ټیلي ویژن په خبر کې په دې اړه څه نه دې ویلي شوي چې د حمس سیمې د پاسه دا میزایل چا ویشتي دي. خو دا حمله یې د جارحیت یو عمل بللې دی.

رویټرز خبري اژانس د امریکا دفاع وزارت ویاند ایریک پاهون په حواله ویلي، دا مهال په هغه سیمه کې امریکايي پوځ عملیات نه کوي او له دوې سره په دې اړه د ورکولو لپاره کوم تفصیلات نشته.

امریکا، برتانیا او فرانس د اپریل پر ۱۴مه د عملیاتو پر مهال په شام له سلو څخه زیات میزایل ویشتلې او هلته یې د کیمیاوي وسلو درې مبینه ځایونه په نښه کړې دي.

روس د دې عملیاتو غندنه کړې او دا یې د یو خودمختاره هېواد ضد جارحیت یاد کړې دي.

د شام ضد دا هوايي بریدونه په دوما کې د اپریل پر اوومه نېټه د مبینه زهرجنو ګیسونو تر برید وروسته وشول.

د صحت نړیوالې ادارې ترمخه، ۴۳ کسان وژل شوي چې پرې د کیمیاوي موادو د متاثره کېدو نښې دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG