د امریکا بهرنیو چار وزارت ته نوماند مایک پامپیو وايي له ایران سره اټمي تړون به سم او پیاوړی کړي.
پامپیو د امریکا مرکزي استخباراتو «سي. ای. اې» له مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند شوی دی.
نوموړي د امریکا سېنېټ کې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د زیارت په ورځ چې له ایران سره اټمي تړون ترمیموي او که چېرته یې د سمېدو امکان نه و ولسمشر ته به وړاندیز وکړي چې له خپلو متحدینو سره یوې ښې موافقې ته په رسېدو کار وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره د نړۍ د لویو قدرتونو اټومي تړون شرموونکی او ناسم بللی دی.
هغه د یاد تړون د اصلاح لپاره وخت ټاکلی او ګواښ یې کړی چې د نه سمېدو په صورت کې ترې وځي.
د ۲۰۱۵ کال د دغه تړون په اساس په ایران د اټمي پروګرام په خاطر بندیزونه لرې کېږي او له ایرانه هم د یورانیمو د بډایه کولو او د ګواښوونکو راکټي پروګرامونو د مخنیوي ژمنه اخیستل شوې ده.