د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د کیمیاوي وسلې کارولو پرضد د ټرمپ پوځي ګواښ


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې اونۍ په پای کې پر دمشق د کیمیاوي وسلو د مشکوک برید له امله د شام پرضد د پوځي کاروايي ګواښ کړی دی.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبره د دوشنبې په ورځ ناوخته له پوځي سلاکارانو سره د لیدو پر مهال کړې ده.

ولسمشر ټرمپ ویلي، په دې اړه پرېکړه کوي چې دمشق ته نژدې شوي دې بې رحمه برید په غبرګون کې څه اقدام وکړي.

نوموړي ویلي، “موږ د داسې ظلمونو اجازه نه شو ورکولی چې موږ لیدلي دي، موږ په خپله نړۍ کې د داسې څه اجازه نه شو ورکولی."

ولسمشر ټرمپ ویلي،“له موږ سره د پوځي اقدام په ګډون ډېرې لارې شته او موږ به ډېر ژر تاسو ته مالومات درکړو”.

بل پلو روس ویلي چې د امریکا داسې کړنه به سختې پایلې ولري.

په ملګرو ملتونو کې د روس سفیر ویسلې نیبینزیا د دوشنبې په ورځ ویلي چې دوی به په شام کې د دې اجازه ور نه کړي چې ځواکونه یې له خطرسره مخامخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG