د پاکستان فيډرل يونين اف جرنلسټس مشر افضل بټ د دوشنبې په ورځ ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د رابللي احتجاج ختمولو اعلان ځکه کوي چې حکومت یې غږ اورېدلی دی.
دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د اطلاعاتو وزير مملکت مريم اورنګزيب د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د یادې اتحادیې له مشرتابه سره ولیدل او د هغوی د ستونزو هوارولو اعلان یې وکړ.
د پاکستان د مطبوعاتي ادارو کارکوونکو حکومت ته درې غوښتنې وړاندې کړې وې چې پکې د اتم ويج بورډ اعلانول، د راډيو او ټي وي چينلونو د کارکوونکو ملازمتونو ته قانوني تحفظ ورکول او د ملازمتونو د غير قانوني کنټريکټونو ختمول شامل وو.