د ترکیې وزیراعظم بن علي یلدریم د یکشنبې په ورځ په یوه ورځني سفر کابل ته رسېدلی.
ښاغلی یلدریم به د یکشنبې په ورځ لومړی د افغان حکومت له اجرائیه ریئس عبدالله عبدالله او له هغې وروسته به له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل مشال راډیو ته وویل چې د ښاغلي عبدالله او بن علي یلدریم د خبرو تمرکز به د افغان سولې، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي پر مسایلو ورټول وي.
تمه ده چې د ترکیې وزیراعظم او اجرائیه رئیس عبدالله نن له غرمې وروسته په یویې مطبوعاتې ناسته کې هم ګډون وکړي.