د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني: په خلکو د ګاډی خیژولو پېښه کې درې تنه مړه شوي


جرمن چارواکي وايي نن د اپریل په اوومه په مونستر ښار کې یو کس خپل ګاډی د خلکو پر ګڼه ګوڼه وروخيژاوه چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او خوا اوشا ۳۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

پولیس وایې دغه ډریور چلونکي وروسته خپل ځان وواژه .

د جرمني د پولیسو یوه ویاند ویلې چې ګاډي چلوونکي پر خپل ځان ډزې وکړې .

د پولیسو په وینا د دې پیښې تر شا عوامل او د ډریور پیژنګلوي لا هم معلوم نه دي.

د پولیسو ویاند ویاند زیاتوي چې د پېښې ځایې ته د امنیتي ادارو اهلکار رسیدلي دي .

پدې اړه نور جزییات راتلونکي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG