د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاناډا کې د هاکي لوبډلې ۱۴ غړي وژل شوي دي


په کاناډا کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د هاکي د یوې لوبډلې ۱۴ غړي وژل شوي دي. د کاناډا د پولیس چارواکي وايي چې دا پېښه پرون مازيګر هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د هاکي د کشرانو لوبغاړو ډلې [جونیېر ټیم] ګاډی د یو سامان وړونکي ټرک سره وجنګېده.

د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو پر خپل ټویټر پاڼه په پېښه کې د وژل شویو له کورنیو سره خپله ژوره غمرازي څرګنده کړېده .

د ساس کاټچیوان جونیېر هاکي لیګ په نوم په دغه لوبډله کې له شمالي امریکه سره تړاو لرونکي هغه لوبغاړي برخه اخلي چې عمرونه يي د ۱۶ او ۲۰ کالونو تر منځ وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG