افغان چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په جوزجان ولايت سیمه کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یو ځايې کومندان وژلی دی. د جوزجان د پولیسو مشر فقیر محمد جوزجاني نن مشال راډیو ته وویل چې قاري حکمت سره د خپلو نورو دریو ملګرو د اپرېل پر پينځمه نېټه د افغان هوايي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.
له دې وړاندې چارواکو ویلي وو چې د اسلامي دولت یا داعش وسله والو په سیمه کې مولوي حبیب الرحمان خپل نوی کومندان ټاکلی دی.
اسلامي دولت وسله واله ډله يا داعش په کابل ، هرات او جلال اباد کې د یو شمېر ځانمرګيو بریدونه مسوليت منلی دی.