د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام [سوريې] په غوطه سیمه کې د شامي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۴۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه سیمې نه د حکومت د مخالفینو د ویستلو په اړه د روسیې په مرسته پیل شوې خبرې اترې ناکامه شوې.

د روسیې په مرسته د شام ځواکونو د دمشق په اطرافو ډیرې سیمې نیولي دي خو د دوما په نوم تر ټولو لوی ښارګوټی اوس هم د جیش الاسلام په نوم د یاغي ډلې په کنټرول کې دی چیرته چې دوی د زرګونو ولسي وګړو په منځ کې پټ دي.

له دغې سیمې د وسله والو او ولسي وګړو د ویستلو په اړه د روسیې په مرسته پیل شوې خبرې د اپریل په لومړۍ نیټه له ناکامۍ سره مخ شوې.

پرون په دغه سیمه کې د شام هوايي ځواکونو تازه بمباري کړی ده. په شام کې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي چې د دوما په بیلا بیلو برخو کې په هوايي بریدونو کې د اتو ماشومانو په ګډون ۴۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG