د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: ځانمرګي برید د ولایتي شورا غړی وژلی


د کونړ چارواکي وایي چې د جمعې په ورځ شاوخوا دوه بجې د کونړ د وټه پور ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید له امله د کونړ ولایتي شورا استازی شاه ولي همت او یو تن دیني عالم مولوي عبدالرحمن وژلي او د هغه ساتونکی یې ژوبل کړی دی.

د کونړ ولایت مطبوعاتي مسوول غني مصمم وایي چې نوموړی وکیل د یوې جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و چې په واپسۍ کې پرې د ولسوالۍ له ودانۍ سره نېږدې ځانمرګی برید تر سره شوی دی.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG