د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند پرلتوالو د نه خوړلو هړتال پیل کړ


په هلمند کې پرلتوال وايي، تر هغو چې یې افغان حکومت او وسله وال طالبان غوښتنې و نه مني، ناسته پای ته نه رسوي.

د پرلت برخوالو بېګا مشال راډیو ته وویل، پرون یې د نه خوړلو هړتال ځکه پیل کړ چې تر اوسه یې حکومت او طالبانو دواړو د اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب نه دې ویلي.

د احتجاجي ناستې یوې ګډونوالې حسینې احساس وویل: "تر هغو به د دې په ګډون سلګونه ښځې او ځوانان خواړه ونه‌ خوري چې د جګړې دواړه لوري لومړی اوربند او بیا سوله و نه‌ کړي."

د هلمند اوسېدونکو او فعالانو دا ناسته تر هغې وروسته پیل کړه چې تېره جمعه په مرکز لښکرګاه کې په ځانمرګي برید کې ۱۶ ولسي وګړي ووژل او له ۵۰ زیات ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG