د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: ډورڼ برید شپږ داعشیان وژلي


د افغانستان د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د چارشنبې په ورځ بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د داعش شپږ وسله‌وال وژل شوي دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل د چارشنبې په ورځ د نړیوالو ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکې د چپې درې ولسوالۍ په بدګاه سیمه کې برید کړی چې په‌ کې شپږ داعش یا د اسلامي دولت نومې ډلې جنګیالي وژل شوي.

دهقان وایي په وژل شویو کې د داعش دوه قوماندانان هم شامل دي.

تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG