د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سنید په روړۍ کې د چت نړېدو اووه تنه وژلي


د پاکستان د سیند صوبې په روړي ضلع کې د یو ګودام چت نړېدو له کبله لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.

پولیس وايي چې دا پېښه د چارشنبې په ورځ رامنځ ته شوې ده چې نهه تنه نور پکې ټپي شوي هم دي.

د پولیسو په وینا، په وژل شوو او ټپي شوو کې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي.

یو ځايي انتظامي چارواکي رحیم بخش میټو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې مزدوان په دې ګودام کې د کجورو په سمبالولو بوخت وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG