د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او چین طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وړاندیز هرکلی وکړ


پاکستان او چین طالبانو ته د افغان دولت د سولې وړاندیز هرکلی کړی او په افغانستان کې يې د سولې او ثبات لپاره د خپلو همکاریو ژمنه کړې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د تاشکند د کنفرانس پر مهال ویلي دي چې پر طالبانو باید مشترک فشارونه راوړل شي چې دا ډله تاوتریخوالی بند کړي او د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني.

د چین بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نن په پیکېنګ کې خبریالانو ته وویل، هېواد يې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي او نړیوال باید د سولې او له ترهګرۍ او نشه‌یي موادو سره د مبارزې په لړ کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوال کنفرانس طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وړاندیز ملاتړ وکړ او پر طالبانو يې غږ وکړ چې له نړیوال ترهګرۍ سره اړیکې پرې کړي او پرته له قید او شرطه له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG