د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاتلونیا مفرور مشر کال پوجدېمون په جرمني کې ونیول شو


د کاتالان مفرور مشر کال پوجدېمون
د کاتالان مفرور مشر کال پوجدېمون

د کاتلونیا د مفرورمشر وکيل وايي چې کارل پوجدېمون په جرمني کې نيول شوی دی.

ژومي الونسو کوویلاس پر ټويټر پاڼه ليکلي چې کارل پوجدېمون د اتوار پر ورځ له ډنمارک څخه جرمني ته د داخلېدو پر مهال پولیسو ودرولی. ده زياته کړه چې پوليسو هغه په پوليس سټېشن کې بندي کړی دی.

د نوموړي په خبره ښاغلی پوجدېمون برسلز ته په لاره وو چېرته چې هغه د تېر کال اکتوبر مياشتې راهيسې استوګن دی.

د کارل پوجدېمون حکومت تېرکال له سپين څخه د خپوالکۍ لپاره يو غير قانوني ريفرنډم کړی وو. نوموړي ته په سپین کې د بغاوت په جرم ۲۵ کاله د بند سزا اورول شوې ده.

د سپین سپريم کورټ يې هغه وخت د نيولو لپاره نړيوال وارنټ جاري کړ کله چې پوجدېمون د فنلېنډ په سفر وو.د پنځو نورو کا تالاني مشرانو د نيولو وارنټ هم جاري شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG