د لاسرسي ځای

تازه خبر

چیف جسټس: عدالتي مارشلا په ایین کې ځای نه لري


د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس ويلي چې د عدالتي مارشلا لګولو لپاره په ايین کې هېڅ ځای نه شته.

نن د لاهور په کېتډرل کليسا کې د پاکستان د ورځې په مناسبت جوړې شوې دستورې ته ثاقب نثار وويل چې اجازه به ور نه کړي چې جمهوريت له منځه يوړل شي. هغه زياته کړه چې هېڅ ډول غير اييني او غير قانوني اقدام به و نه زغمي.

نوموړې دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې پرون د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد د خبرې غونډې پر مهال ويلي وو چې تر ټولو لويه ستونزه د راتلونکې عبوري حکومت د جوړولو ده او په دې لړ کې د ټولو خلکو سترګي د چيف جسټس پر لور دي. هغه تر ۹۰ ورځو پورې د عدالتي مارشلا لګولو غوښتنه وکړه.

په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر خورشيد شاه د زیارت په ورځ د شيخ رشيد پر بيان تنقيد وکړ او د عدالتي مارشلا غوښتنه يې غير اييني وبلله.

وتلي سياستوال جاويد هاشمي هم په پنجشنبه خبريالانو ته وويل چې هغه له ۲۰۱۴ کال راهيسې دا خبره کوله چې عدالتي مارشلا به لګېږي او د ده په وينا د شيخ رشيد بیان يې د هغې پخوانۍ خبرې تصديق وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG