د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې چاودنې څلور تنه وژلي، لس ژوبل


چارواکي وایي چې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو پله ته څېرمه ماسپښين پاو باندې یوه بجه په موټر سايکل کې له اېښودل شویو باروتو یوې چاودنې څلور تنه ولسي وګړي وژلي او لس نور یې ټپيان کړي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي وایي چې ټپيان د درملنې په موخه د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادولو ده چې چاودنه داسې مهال رامنځته شوې چې له پېښې ځای سره نېږدې فوټبال لوبغالي کې د حزب اسلامې ګوند مشر ګلبدین حکمتیار غونډه هم لرله چې په زرګونو خلکو په کې ګډون کړی و او له غونډې وروسته چې یوه ډله خلک په یوه کاشتر موټر کې خپلو کورونو ته سنېدل، نو په موټر سایکل کې ځای په ځای شوي چاودونکي توکو ته چاودنه ورکړل شوې ده.

تر اوسه چا د دې پېښي مسوولیت نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG