د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر پوټین غوښتي چې ولس دې ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي


د روس ولسمشر ولادمیر پوټین پر روسي ولس غږ کړی چې د مارچ د 18مې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې پراخه ونډه واخلي.

د کریملن پر ویبپاڼه د شنبې په ورځ پوټین په خپره شوې ویډیو کې روسي وګړي هڅوي چې د نوي مشر د ټاکلو لپاره د رای حق وکاروي.

څارونکي وايي پوټین غواړي چې په انتخاباتو کې د خلکو ونډه او د بري اندازه يې زیاته وي.

د روس د ولسمشرۍ انتخاباتو ته اته کسان اميدواران دي خو شنونکي وايي،د خپلو مخاليفينو د ځپلو له امله پوټین به د بلې دورې لپاره ښايي وروستۍ يې وي،خپله بریا یقیني کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG