د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر روسیو چارواکیو او اوکراینیو بېلتونپالو بندېزونه بیا وغځول شول


اروپايي ټولنې نن د روسيو چارواکیو او د روس ملاتړ لرونکیو اوکراينيو بېلتونپالو پرضد د اثاثو کنګلولو او پر وېزو د بندېز پابنديانې تر شپږو نورو مېاشتو پورې غځولې دي. اته دېرش روسۍ ادارې هم تر دې بندېزونو لاندې دي.

اروپايي ټولنې دا بندېزونه په ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت ولګول چې روس د اوکراين له خودمختارۍ څخه د سرغړونې په ترڅ کې د کرايميا سيمې قبضه او په ځان پورې وتړله. دا بندېزونه تر هغې وروسته هر شپږ مېاشتې پس نوي کېږي.

تر بندېز لاندې کسانو کې د امريکې لپاره د روس سفير اناتولي انتونوف او مرستيال وزيراعظم ديميتري روګوزين هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG