د لاسرسي ځای

تازه خبر

غلام خان بندر بیا پرانیستل شو


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان او خوست ترمنځ د غلام خان بندر له لارې، د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد پیل شوی دی.

د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه لاره د افغانستان او پاکستان د سوداګرو لپاره ډېر لوی اقتصادي اهمیت لري.

ښاغلی الکوزی وايي، غلام خان بندر د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو د مسؤلینو په غوښتنه پرانيستل شوی دی.

د نوموړي په خبره، د دغه بندر د خلاصېدو په برخه کې په لومړیو کې، يو لړ ستونزې موجودې وې چې اوس هوارې شوې دي.

د هغه په خبره، د دواړو لورو د ګډې هوکړې له مخې به په اوونۍ کې څلور ورځې له پاکستان او دوه ورځې له افغانستانه موټر تګ راتګ وکړي.

له تورخم او چمن وروسته غلام خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېیمه لویه لاره ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې بنده وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG