د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په نړۍ کې تر ټولو زیاته وسله پلوري


یوه نوې څېړنه ښيي چې امریکا په نړۍ کې تر ټولو زیاته وسله پلوري. د محاسبو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې په ګرده نړۍ کې د پلورلیو وسلو ۳۴ فیصده ونډه د امریکا ده.

پر دوهم لمبر روسیه ده چې ۲۰ فیصده وسلېیې پلورلې دي.

دا څېړنه د سټاک هوم د سولې څېړلو نړیوال انسټيټیوټ په اتوار/یکشنبې په یوه راپور کې وړاندې کړې ده.

یاده اداره وايي د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو په منځ کې امریکا له دېرش فیصدو زیاتې وسلې پلورلي، خو د اوباما انتظامیې د قراردادونو په بنسټ د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو په منځ کې چې یاد هېواد څومره وسلې پلورلې، ډېرې زیاتې دي او د ۱۹۹۰ مې لسیزې نه پس یې ساری نه لیدل کېږي.

د سټاک هوم د سولې څېړلو نړیوال انسټيټیوټ مشره اودي فلیورینټ وايي امریکا دغه وسلې پر ۹۸ هېوادونو پلورلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG