د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د پاکستان سېنېټ نوی مشر ټاکي


د پاکستان سېنېټ په نننۍ غونډه کې ۵۱ نویو ټاکل شويو سېنېټرانو لوړه وکړه. د سېنېټ نویو غړیو ته سردار یعقوب خان ناصر سوګند ورکړ. نوموړی د ولسمشر لخوا د نن ورځې د غونډې چیرمین ټاکل شوی و.

له سوګند غونډې وروسته د سینیټ کاروايي تر څلورو بجو وځنډیده. وروسته به د نوي مشر او مرستیال لپاره یې رایه اچونه کېږي. د سېنېټ نوی مشر او مرستیال به هم نن سوګند پورته کړي. د سېنېټ پخوانی مشر رضا رباني وو چې تعلق یې د پاکستان له پیپلز پارټۍ سره دی.

XS
SM
MD
LG