د یکشنبې پر ورځ، چین پارلېمان په ایین کې په ترمیم کولو سره د ولسمشر د کاري مودې حد ختم کړ.
له دې اقدام سره به د چین اوسنی ولسمشر شي جین پینګ تر ناڅرګنده وخته پورې د واک پر ګدۍ پاتې شي. د یکشنبې پر ورځ د چین د نېشنل کانګرس زرو تنو غړو په اساسي قانون کې د بدلون په موخه خپلې رای ورکړې.
تر دې وړاندې د مروجه قانون له مخې د ولسمشر د کار موده ۵ کاله وه. له نوي قانون سره سم حکومت ته به اجازه ورکړل شي چې پر ولسمشر نیوکې د غیر اییني ګام په توګه وپېژني.
که څه هم په چین کې دننه اوسیدونکي ناقدین په کورونو کې نظر بند ساتل کېږي، بهر مېشتو چینايي وګړو د حکومت په دې اقدام نیوکې کړې دي.