د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین: د اییني بدلون لپاره رایه اچونه کېږي


د چین پارلمان تمه لري چې په ایین کې له ترميم سره به د ولسمشرۍ مودې حد ختم کړي. له دې ګام سره به ولسمشر شي جن پنګ لپاره لاره هواره شي چې تر نامعلومې مودي پوري په واک کې پاتي شي.

په دي لړ کې د یکشنبې په ورځ د چين نيشنل پيپلز کانګرس دري زره استازي رايي ورکوي.

د اوسنۍ قانون له مخې د ولسمشرۍ موده تر پنځو کالو پورې وي.

د نوې قانون سازۍ سره به حکومت ته اجازه ورکړل شي چې په شي جن پنګ نیوکې د غیر ایيني اقدام په توګه اعلان کړي.

په داسې حال کې چې په چين کې دننه ناقدين کورونو پوري محدود کړل شوی دي خو په بهر کې ميشت ځینو چینایي وګړو د دې اقدام په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG