د لاسرسي ځای

تازه خبر

عصمت شاهجهان: د ښځو ازادۍ مارچ د پاکستان ګڼو ښارونو کې راوځي


د ښځو نړیوالې ورځې په تړاو د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په ځينو ښارونو کې نن د ښځوازادۍ په نوم مارچ ترسره کېږي.

په اسلام اباد کې د دې مارچ مشرې عصمت شاجهان نن د زیارت ورځ/پنجشنبه مشال راډيو ته وويل چې په مارچ کې د ګډون لپاره له مختلفو سيمو ښځې ورغلي دي او وايي چې په پاکستان کې ښځې دا وخت له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي:

(موږ سياسي، تعليمي او معاشي ستونزې لرو. د مارچ هدف مو د پاکستان په موجوده نظام کې د سياسي مزاحمتي تحريک له لارې بدلون راوستل او ښځوته د هغوی د جمهوري حقونو په ګډون نور حقونو ورکول دي.)

ملګري ملتونه وايي چې دا وار د ښځو نړيواله ورځ بايد په ځانګړې توګه د کليوالو سيمو د ښځود حقونو او مبارزې يادونه وشي. پلوشه عباس چې د چارسدې له يوې کليوالې سيمې سره تعلق لري او هم هلته او نورو کليوالو سيمو کې د ښځود حقونو لپاره مبارزه کوي.

نوموړې وايي چې په کليوالو سيمو کې ښځې له يوشمېر ستونزو سره مخامخ دي خو له بده مرغه د کلتوري او نورو بنديزونو له وجې دغه نه په ډاګه کېږي:

(ښځې په کور کې کارونه کوي، څاریو ته ګياګانې راوړي. د سوځولو خشاک راوړي او په پټیو کې له سړیو سره اوږه په اوږه کار کوي خو د دې باوجود د دوی د کار يادونه نه کېږي.)

په اسلام اباد کې د ښځود ازادۍ په نوم د مارچ مشره عصمت شاجهان وايي چې د نن ورځې په مناسبت سره دوی د ومن ډيموکرېټک فرنټ په نامه يو سياسي مزاحمتي تحريک هم پيلوي. دا وايي د دې تحريک هدف ښځوته د هغوی جمهوري، تعليمي او نور بنيادي حقونه ورکول دي:

(موږ د پاکستان په اييني،جمهوري او قانوني نظام کې داسې بدلون راوستل غواړو چې ښځې له غلامۍ ازادې شي او خپل ژوند په خپله خوښه وکړي.)

عصمت شاجهان وايي دوی ځکه د ښځولپاره دغه جمهوري تحريک پیلوي چې سياسي ګوندونو ښځوته په خپلو حقونو ورکولو کې پاته راغلي خو د ښځود حقونو لپاره مبارزه کونکي پلوشه عباس چې له يو سياسي ګوند سره هم اړه لري له دې سره اتفاق نه کوي.

XS
SM
MD
LG