د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاریاب کې د طالبانو نومول شوي والي ووژل شو


افغان چارواکي وايي، د فاریاب ولایت په شېرین تګاب ولسوالۍ کې یې په پوځي عملیاتو کې د دې ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي په ګډون دولس۱۲ وسله وال وژلي دي.

د فاریاب د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش د سه شنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل، د طالبانو له خوا نومول شوی والي ذبیح غازي په وژل شویو کې شامل دی.

نوموړي وویل چې په دې عملیاتو کې یوشمېر وسله وال طالبان ټپي شوي هم دي او له هغوی څخه یوشمېر وسلې هم نیول شوې دي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG