د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف: روس او پاکستان خپلو کې نېږدې شوي دي


د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف

پراګ ـ د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف وايي، روسیې ته یې د سفر موخه د سیمې د مسئلو حل موندل او د اسلام اباد او ماسکو اړیکې لا نورې ښې کول دي.

نوموړی دا مهال روسیې ته په څلور ورځني سفر دي. خواجه اصف د سېشنبې په ورځ ناوخته مشال راډيو ته په مرکه کې وویل چې له روسي چارواکو سره د سیمې او افغانستان په حالاتو یې خبرې کړې دي.

''په تېرو درېوو څلورو کلونو کې مو له روسیې سره اړیکې ډيرې ښې شوې دي. موږ غواړو چې دا اړیکې نورې هم پراخي کړو. زموږ دا مهال له روسیې سره دفاعي همکاري ده او همدارنګه ورسره سیاسي اړیکي لرو. هغه څه چې زموږ په سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان کې روان دي او کوم حالات چې په پاکستان کې دي نو زما د دې سفر هدف پر بیلا بیلو مسئلو خبرې کول دي چې پکې د داعش ډلې ځپل هم شامل دي.''

تر دې وړاندې خواجه اصف پرون په ماسکو کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په یو ګډ خبري کانفرنس کې ویلي چې د دوی په اند په افغانستان کې د داعش شمیره زیاته ده.

''زموږ په اند په افغانستان او په خاصه توګه شمال ختیځ کې د داعش ډلې شمیرې د طالبانو له هغو ځېنو ډلو څخه زیاتې شوې دي چې شاوخوا هر ورځ یې کابل او امریکا ذکر کوي. خو د کابل او واشنګټن له اړخه د داعش د زیاتې موجودګۍ یا شتون زیاتیدو په اړه هیڅ پخلې نه دی شوی.''

د خبري غونډي پرمهال د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، له بده مرغه په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د زیاتي مودې لپاره موجودګۍ هیڅ سوله او ثبات نه دي راوستي.

''موږ د افغانستان دننه او د دغه هېواد په شاوخوا کې ځانګړی پام کړی دی. موږ د افغانستان خرابیدونکي امنیتي حالات، د ترهګرو د فعالیتونو زیاتیدو، د نشیي توکیو ګواښ او د هغه هېواد په شمال او ختیځ کې د داعش ډلې د پیاوړي کېدو په اړه ګډې اندېښنې لرو.''

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري مشال راډیو ته وویل، په افغانستان کې داعش ډله منظم مرکزونه نه لري او تر ډیره ځپل شوې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هغه هیواد او روسیې ترمنځ د سفارتي اړیکو اویا کاله پوره شول او د خواجه اصف سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي، دفاعي او په بېلا بېلو شعبو کې د تعلقاتو لا نورو زیاتولو ته لار هواره کړي.

XS
SM
MD
LG