د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف: بهرنۍ تګلارې ته له سره کتنه کوو


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي ، دوی نړیوالو حالاتو ته په کتو د پاکستان بهرنۍ تګلارې ته له سره د کتنې په حال کې دي.

خواجه اصف دا خبره د سه شنبې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې ده.

خواجه اصف دا خبره رد کړې ده چې ګواکې پاکستان یوازې کړل شوی او له پامه غورځول شوی دی.

نوموړي ویلي چې پاکستان په تېرو څو کلونو کې له روس سره اړیکې ښې کړې او له چین سره لا پراخې کړې دي.

خواجه اصف ویلي ، پاکستان د سیمې په شخړو کې ځان بې طرفه ساتلی دی.

خو افغانستان ، هند ، امریکا او یو شمېر نور هیوادونه پر پاکستان تور پورې کوي چې دوی پر خپله خاوره داسې ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي کوم چې په نورو هیوادونو کې بریدونه کوي.

خو پاکستان دا خبره نه مني او وايي چې دوی په افغانستان کې امن غواړي په سیمه کې د قراري راوستلو او ترهګرۍ له منځه وړلو ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا له خوا پر پاکستان د دې لپاره فشار زیات شوی چې پر خپله خاوره دې د وسله والو او په ځانګړې توګه حقاني شبکې پرضد جدي او رښتوني عملیات وکړي.

حقاني شبکه په افغانستان کې پر افغان او نړیوالو ځواکونو په خونړیو بریدونو تورنه ده کومه چې د امریکايي او افغان چارواکو په وینا په پاکستان کې نه یوازې پټنځایونه لري بلکې د پاکستان جاسوسي ادارې ورسره مرسته او همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG