د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایټالیا يوه ګوند هم د حکومت جوړولو لپاره اکثريت نه‌ دی ګټلی


نظرپوښتنې ښيي هغسې چې ګومان کېده د سيلویيو برلسکوني مرکزي ښي اړخي ایتلاف د ايټاليا په ملي انتخاباتو کې اکثريت رايې وګټي، خو اوس داسې ښکاري چې يوه ګوند يا ایتلاف هم د حکومت تشکيلولو لپاره اکثريت نه‌دي ګټلي.

د اتوار ورځ ناوخته په نظرپوښتنو کې ويل شوي ول، د برلسکوني ایتلاف به له ٣٣ څخه تر ٣٦ فيصدو پورې رايې وګټي، خو د ايټاليا انتخاباتو د پېچلي سيسټم له مخې د اکثريت خپلولو لپاره احتمالاً ٤٠ فيصده رايو ته اړتيا ده.

په همدې حال کې «RAI» ټېلیویژن اټکل کړى چې مرکزي ښي اړخى ایتلاف به د پارلېمان په ولسي جرګه کې له ٢٢٥ څخه تر ٢٦٥ پورې سيټونه خپل کړي، خو د اکثريت لپاره ٣١٦ څوکيو ته اړتيا ده.

سيلويو برلسکوني چې ٨١ کلن دى او درې واره د ايټاليا وزیر اعظم پاته شوى، اوس نه‌ شي کولاى چې بيا پر دې څوکۍ پاته شي، ځکه دى په ماليه کې په درغلۍ ګرم ګرځول شوى دی، خو دى غواړي په اينده حکومت کې کليدي رول ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG