د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي کوریا پلاوی پیانګ یانګ ته ځي


د جنوبي کوریا ولسمشر د ګل په ورځ د ملي امنیت د رییس په مشرۍ یو پلاوی شمالي کوریا ته استوي چې د ایټمي پروګرام پر سر ترینګلتیا ختمه کړي او د پیانګیانګ او واشنګټن ترمنځ د خبرو لارې چارې ولټوي.

دا لس کسیزه پلاوی به په دوه ورځني سفر شمالي کوریا ته ورځي او هلته به د هغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کوي.

د جنوبي کوریا ولسمشر دفتر ویلي، دا خبرې به په کوریا ټاپو وزمه کې د امنیت ښه کولو، د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ د اړیکو ښه کولو او د شمالي کوریا و امریکا ترمنځ د خبرو بیا پیلولو لپاره د حالاتو برابرولو پر موضوع وي.

له دې وروسته به د جنوبي کوریا وفد امریکايي چارواکو ته د سفر جزیات ورکولو لپاره امریکا ته هم ورځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG