د شمالي وزیرستان پولټیکل چارواکیو د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، د غلام خان له لارې د افغانستان څخه د وزیرستاني کډوالو د ستنېدو پروسه له تېرو څو ورځو راهېسې دوام لري.
پولیټیکل انتظامیه په ستنیدونکو خلکو غږ کوي چې هره ورځ دې یوازې ۷۰ کورنۍ د راجستریشن لپاره ورځي، ځکه چې په داسې کولو به هم کورنیو او هم چارواکو ته اسانه وي.
چارواکي وايی د زیارت په ورځ هم ۹۰ کورنۍ د راجستریشن لپاره ورغلې وې، نو ځکه د نیمګړو انتظاماتو له وجې ځینې کورنۍ په غلام خان بندر کې پاتې شوې. چارواکي همدا رنګه پر کډوالو غږ کوي چې په ګلان کیمپ کې دې د خپلو مشرانو سره په تماس کې اوسي، ځکه چې هغوی دوی ته لازم معلومات ورکولی شي.
په افغانستان کې د وزیرستاني کډوالو زرګونه کورنۍ بیرته ستنیدو ته اماده دي او وايی چې حکومت دې ورته په واپسۍ کې لازم انتظامات وکړي.