د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوپر لیګ: اسلام اباد یونایټېډ او کويټه ګليډيټرز سره مخامخېږي


د پاکستان سپر ليګ کرکټ سياليو نهمه لوبه به سبا د چارشنبې ورځ د پېښور پر وخت ماخستن نهه بجې د اسلا اباد يونايټيډ او کويټه ګليډيټرز تر منځ کېږي.

په متحده عرب اماراتو کې تر سره کېدونکو دې لوبو کې تېره ورځ کراچي کينګز لاهور قلندر ته په ۲۷ منډو ماتې ورکړه او دا ډول د درو لوبو په ګټلو سره د لوبډلو په سر کې راغله.

په دې سياليو کې ټولې شپږ لوبډلې برخه اخلي. روانۍ سيالۍ د فبرورۍ پر ۲۲مه پېل شوي او د مارچ تر ۲۵مې به دوام وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG