د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوترش: ژر تر ژره دې په سوریه کې ۳۰ ورځنی اوربند عملي شي


د ملګرومتلونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د شام په کورنۍ جګړه کې پر ټولو ښکېلو غاړو ږغ کړی دی چې په بېړني ډول هغه ۳۰ ورځنی اوربند چې د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې یې غوښتنه شوې، عملي کړي.

ګوتېرش نن دوشنبه د سویس په جنیوا ښار کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته په وینا کې وویل چې مرستندویه ادارې په ختیزه غوطه کې چې د وسله والو ډلو تر واکمنۍ لاندې ده، خلکو ته د بېړنیو مرستو رسولو تیاری لري.

انتونیو ګوتېرش وویل:

"لکه څرنګه چې ما د شنبې په ورځ په امنیت شورا کې وویل، وایم چې ختیزه غوطه نور انتظار نه شي کولای، نور یې وخت را رسېدلی چې پر ځمکه د دې دوزخ مخنیوی وشي."

د ملګروملتونوامنیت شورا د شنبې په ورځ یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په شام کې له ځنډه پرته د اوربند د ټینګېدو غوښتنه په کې شوې ده.

د اوربند هدف د جګړې په سیمو کې ملکي خلکو ته د خوراکي موادو او دوا رسول دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG