د لاسرسي ځای

تازه خبر

مون جی این: د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د ګټورو خبرو په تمه یو


د جنوبي کوریا ولسمشر مون جی این
د جنوبي کوریا ولسمشر مون جی این

جنوبي کوریا وايي، هیله لري چې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ به ګټه ورې خبرې وشي. دا خبره له هغې یوه ورځ وروسته شوې چې د جنوبي کوریا ولسمشر مون جی این ویل، شمالي کوریا داسې اشارې ورکړې چې له امریکا سره خبرو ته تیاره ده.

د جنوبي کوریا د یووالي وزارت ویاند بېک تايي یون پرون ویلي، د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د مناسبه موقعې له لارې د ګټورو خبرو پیلېدو هیلې لري.

په جنوبي کوریا کې د ژمي اولمپیک لوبو تر حتمي غونډې وړاندې ولسمشر مون د جنرال کیم یانګ چول په مشری د اولمپک لپاره د شمالي کوریا له وفد سره ولیدل. یونهپ خبري اژانس ویلي،کیم یانګ پر دې موقع ویل چې پیانګ یانګ د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره کافي عزم لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG