د لاسرسي ځای

تازه خبر

راشد خان د کرکټ یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی شو


د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې، د بالرانو لومړی مقام خپل کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا دا خبر نن سې شنبه خپور کړی او راشد خان ته‌یې د مبارکۍ تر څنګ ویلي چې دی په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې د بالنګ په برخه کې یې لومړی وګاټه.

راشد خان په ۳۷ سیالیو کې د ۸۶ وېکټو په ترلاسه کولو او د ۷۸۷ پاینټونو په لرلو د یو ورځنیو سیالیو لومړي مقام ته رسېدلی دی.

هغه په یوازې وروستیو پنځو لوبو کې چې افغانستان له زېمبابوې سره وکړې، ۱۶ وېکټې اخېستې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا همداراز ویلي چې هندي لوبغاړی جسپرت بومرا هم د اوس لپاره له راشد خان سره په ګډه د ۷۸۷ امتیازونو په لرلو په لومړي مقام کې پاتې شوی دی.

بومرا هم د راشد خان په څېر ۳۷ لوبې کړي، خو ۶۴ وېکټې یې ترلاسه کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG